زه درته زړګی درکووم ته پکې نخرې کوې............خیردی که غریب یم ګوره زړه مې دخانانودی

(بيوفا يار)

رانه لا ړی زما یاره بیوفا شوی
ځکه نن می داغیارسره اشنا شوی

دیاری دی وی وعدې راسره کړی
ېارانه دی کړه راختمه بی پرواشوی

زه خو ستا مینه کی سرنه هم ورتیروم
تاخیانت را سره وکړ د بل   چا  شوی

ماخو تاته د بادار نظر کولو
اوس اشنا ولی ښامار توره بلا شوی

بس تمکینه دخپل سرخیرونه غواړه
یاردی مرګ پسی راخستی یک تنها شوی
 


(دیوانه)

قسم دی یاره دیوانه دی کړمه
تش په کتوکی مستانه دی کړمه

ستافری مخ داڅه جادووکړلو
لکه چی نورپه میخانه دی کړمه

ستا بلورو سترګوزه وویشتمه
لکه دشمعی پروانه دی کړمه

چی می سلام وکه غصه ولی شوی
ښه شوه رسواپه زمانه دی کړمه

ستا لږغصی تمکین مجرم ثابت کړ
اوس ورروان په جیلخانه دی کړمه
( رقیب )

رقیب می یار ته شیطانت کړی دی
ځکه می یاراوس بغاوت کړی دی

زړه می ژړیګی چی اشنا خفه شو
پخوا په مایی حکومت کړی   دی

نوربه په هیچا اعتبارونه کړم
په یارانه کی یارخیانت کړیدی

ورځ يي تراوسه هم لاسمه نده
چاچي دنياکي محبت کړي دي

اوس به د زړه حالونه چاته وایم
یارمی چی ما باندی قیامت کړی دی

تمکین مظلوم وو څوک یی نه لرلو
ځکه رقیب پری دا همت کړی دی

دهرات بمباری

د بمبا ریو اوازونه دی  چی ا ورمه  یی
دغټو توپو غټ ډزونه دی چی اورمه یی

خدایه داڅرنګه ساعت راغی زمونږپه هرات
دژړاګانواهنګونه دی چی اورمه یی

خلک ویده وو چی قوه راغله دکومی خوانه
دماشین ګنوتیز فایرونه دی چی اورمه یی

وحشیان راغلی دی زمونږه ماشومان قتلوی
دقتل عام یی لوړشورونه دی چی اورمه یی

دسونامی په شان څه غټه هنګامه جوړه شوه
دادتمکین دزړه سوزونه دی چی اورمه یی
ې ستا نامه  ده
تابه هیرنه کړم اې دوسته که هران دفرشتې دی
ندظالم فوځونه

په نوم دامن چی راغلی دی ظالم فوځونه
زمونږوطن یی چی نیولی دی حاکم فوځونه

څوک دایساف څوک دناټوپه نامه دلته راغله
ماضی یی هیره ده راغلی دی نادم فوځونه

څوک القاعده څوک دطالب په نامه دلته وژنی
ماشومان قتل شی راغلی دی خاصم فوځونه

کله هرات کله لغمان کله زابل بمبارکړی
هیڅ رحم نه لری په زړه کی دی ظالم فوځونه

تمکینه رب به یی کړی هلاک امام مهدی به راشی
مایوسه  کیږه  مه  که  هر څو وی  قایم  فوځو نه


وعد ه


وعده دی کړی وه پوری دی نه کړه
ستا په وعده نوراعتبارنشته دی

یومی جانان وبی وفا وختو
نورپه دنیا کی وفادارنشته

اوس به زه تل درباندی شک کومه
په خپل زړګی می اختیار نشته

راشه جانانه بیا قسم اوچت کړه
ځکه ددی نه بله لار نشته

که ته پخلا شی بیا به وګوری چی
ستاپه چوپړ کی نوراغیارنشته

تمکین ولاړ دی انتظاردی کوی
زړګی یی شته پکی بادارنشته



دردونه

زړګی می وچاودربه پکی دردونه ډیردی
ګیله دچانه وکړم چی ستمونه ‌ډیردی

څوک چی می دوست ګڼلو هغه دشمن وختو
بل دوست دکومه کړمه دلته قحطونه ډیردی

چنارځوانی می وه چی خزان دکومه راغی
بدن می وسوځیده دلته اورونه ډیردی

خدایه زه چرته لاړشم څه تباهی راغلله
خوشحالی نشته نشته دلته غمونه ډیردی

تمکینه بد دی وکړه ددرداظهار دی وکړه
صدادی نه اوری څوک دلته شورونه ډیردی

دیارخندا

ستادخندا مثال پیدابه نه شی
ستادادامثال پیدابه نه شی

ډیرګرځیدلی یم دنیاکی جانه
ستادمسکا مثال پیدا به نه شی

مخ دی افتاب غوندی ځلیږی همیش
ستادځلا مثال پیدابه نه شی

شیرین ګفتاردی خوشبویی خپروی
ستادوینا مثال پیدابه نه شی

که ددنیا ګلونه ټول ووینم
ستادښکلامثال پیدابه نه شی

هره وعده کی دی وفا کړیده
ستادوفا مثال پیدابه نه شی

تمکینه ولی دومره سر خوږوی
ستاداشنا مثال پیدابه نه شی



غمجنه زندګي
دغمودلاسه ژوند راته اجل شو
دکوم وخت نه چی اشنا راته بدل شو


جنازه می شوه روانه قبرستان ته
نوی ژوند نوی سفرنوی منزل شوه


په دنیایی زماهیڅ قدرونکړ
اوس هغه یارجنازه باندی می مل شو


دتمکین دمرګ آوازکلی کی خپورشو
شو ګلان خفه ژړا باندی بلبل شو


فیرنګیان

زماوطن ته فیرنګیان راغلی
وطن یی وران کړوزیان کاران راغلی


اوازکوی درته وطن جوړوو
خوموږیی پیژنو وحشیان راغلی

یوڅوپلچکه څوسرک یً جوړکړه
پدی بهانه دا حرامیان راغلی

دجمهوریت اوامن چغی وهی
سواره په ټانک دا توپکیان راغلی

وطن زمونږه واک یی دوی سره دی
فوځی جامو کی شیطانان راغلی

ټول رهبران یی په چوکی خوشحال کړه
خولی یی ورباندی کړی ټګان راغلی

سلهاوو قتل کړی بیا سوری وکړی
بدلو کالو کی شیطانان راغلی


بمباری وکړی ماشومان قتل کړی
که په زابل که په لغمان راغلی

ناوی یی کونډی کړی مورګانی بوری
خدایه دا څنګه ظالمان راغلی


زما ملا زما طالب قتلوی
داڅومره غټ تروریستان راغلی


زماهیواده ته زخمی زخمی شوی
په دا څنګه حاکمان راغلی

دشپی اوده ووم چی ګړزار شروع شو
خلکوکړی چغی انګریزان راغلی

تمکین چی ولیده قیامت پری راغی
سرو سره خواکی داخلیان راغلی






زورورجانان

زما ساده او زورور جانانه
په نه خبره مرور جانانه

ته درقیب خبری څله منی
دمحبت وکړه خاطرجانانه

خیر دی پخلا شه نورخفه مه ګرزه
زه دی دمینی یم نهرجانانه

نورستمونه دی زغملی نه شم
زمانیازبینه ستمګر جانانه

په یونظردی زړه ټولیږی زما
زما ګلرنګه جادوګرجانانه

تمکین سره زاړه یادونه دی شته
ځکه ګرځیږی درپه درجانانه




 خراب تقدیر



چی سم می مست کړی دشرابوډک جامونه راکه
چی می مدهوش کړی ساقی داسی ګلاسونه راکه

زړه می زخمی زخمی شو نور دبرداشت ځای نلری
زما زخمی زړګی لپاره ملهمونه راکه

قسمت خراب دی په ژوندون می خوښی ونه لیده
چی می غمونه هیر شی داسی شرابونه راکه

تقدیر بربادکړم زه تمکین نور ستړی شوی یمه
چی په کی غرق شم دشرابو سیلابونه راکه


دردونه

زړه می دردونه لری
ډیرزیات زخمونه لری

ژوند څه اسان خونه دی
ډیرکړاوونه  لری

خوشحالی لږدی ژوند کی
بی شمارغمونه لری

خراب یی حال کړزما
قسمت ظلمونه لری

دنیا فریب ته پیدا
خلک چلونه لری

تمکین ژړیږی هروخت
په زړه داغونه لری

مسکا 
مخ باندی دیارچی می مسکا خوره وره شوله
ښکلی کاینات شوپری ځلاخوره وره شوله

ماچی ورته وکتل نوروح می سم خوشحاله شو
زړه باندی زمادیاراداخوره وره شوله

باغ کی شوګلان تازه دیاردغی خنداسره
کلی درقیب کی بیاژړاخوره وره شوله

یارته چی می تیروخت کی کچکول دوفاوړی و
وی چی کړوانکارنوواویلاخوره وره شوله

ماچی تری کچکول دوفاتش بیرته راواخیسته
سړیکه شوه ددردزړه کی می اه خوره وره شوله

شورشوپه قریه دعشق تمکین غریب سلګی وهی
خوله باندی دټولویو دعاخوره وره شوله