بیوفالیلی
هغه بیوفا لیلی راپریښوده یادونه
ماسره یی مات کړه دوفا واړه لوظونه

زه به ووم لیلی به وو دسیند به ښکلی غاړه وه
اوس هغه ځایو کی می رقیب وهی خیزونه

مخ ته دلیلی به می چی وکتل تازه به شوم
سم لکه غوټی چی وسپړیږی شی ګلونه

مانه یی زماد سپرلی ټوله ښکلا ویوړله
اوس می دځوانی چمن کی خاندی خزانونه

ماویل چی مینه محبت کی به تیریږی ژوند
دومره خبرنه ووم چی په کی هم شته دردونه

خیرکه بیوفا لیلی دنیاکی تنها پریښودم
زه ورته دعا کړم چی پری وی تل بهارونه

زه به دقیامت په ورځ دخدای نه داسی سوال کووم
هرڅوک چی عاشق وی ورته ورکړی جنتونه

زه غریب تمکین اوس هم کوڅودیارکی ګرځمه
خیرکه رقیبان راباندی وکړی ګزارونه