Taj Mohammad Tamkeen`s poetry
فتوه
رحم چې ونلري ډبره ده
دا خو څه زړه شانتې خبره
ده
غم او ویر خو ځکه یو ځای
شوي دي
سوله د وطن نه مروره ده
ورور راپاڅي ناحقه خپل
ورور وژني
لوبه زموږ د فهم نه
هم بره ده
نه کړي د باطل او د حق
منځ کې فرق
خدایه زمانه څومره اوتره
ده
وګورې تمکین ورته رامنډه کې
غمه دا ادا دې جادوګره
ده
معیار
چې
د ژوند په څو معیاره باندې پوه شو
هلته
بیا به صحیح لاره باندې پوه شو
په
کږو وږو چې غټ ټکه سر وخورو
مونږ
خواران بیا په کراره باندې پوه شو
په
خندا کې د رقیب د لومې ښکار شو
د
لویدو په وخت تګلاره باندې پوه شو
په
قسمت باندې د هر څه پړه ورغورځي
خو
په خدای که ژوند ناچاره باندې پوه شو
د
تمکین زړونو اینې چې ګرد پیدا کړي
نو
په زړونو ناقلاره باندې پوه شو
(تاج
محمد تمکین)
معیار
بې معیاره چې راجوړ
کوم رهبران شي
د ملت وینو خوراک ته شرمښان شي
د خدمت د فلسفې یې دا
مفهوم وي
چې په سمه اوناسمه
ډالریان شي
د مظلوم ولس د حال نه
څه خبر وي
چې چکرې یې د دوبئ او
دجاپان شي
خپلې خپې ځانته پخپله تبر ولي
د بې لارې رهنما چې
پیروان شي
چې کوم کار یې برابر
په طبعه نه وي
سمدستي توپک راواخلي
توپکیان شي
چې په مینه کې د زړه
نه مخلص نه وي
بیا د داسې محبت نه
جوړ لوی زیان شي
چې د مېنې یو څرک
چیرته ورښکاره شي
بې پروا تمکین په هغه
لار روان شي.
(تاج محمد تمکین)
بیوفالیلی
هغه بیوفا لیلی راپریښوده یادونه
ماسره یی مات کړه دوفا واړه لوظونه
زه به ووم لیلی به وو دسیند به ښکلی غاړه وه
اوس هغه ځایو کی می رقیب وهی خیزونه
مخ ته دلیلی به می چی وکتل تازه به شوم
سم لکه غوټی چی وسپړیږی شی ګلونه
مانه یی زماد سپرلی ټوله ښکلا ویوړله
اوس می دځوانی چمن کی خاندی خزانونه
ماویل چی مینه محبت کی به تیریږی ژوند
دومره خبرنه ووم چی په کی هم شته دردونه
خیرکه بیوفا لیلی دنیاکی تنها پریښودم
زه ورته دعا کړم چی پری وی تل بهارونه
زه به دقیامت په ورځ دخدای نه داسی سوال کووم
هرڅوک چی عاشق وی ورته ورکړی جنتونه
زه غریب تمکین اوس هم کوڅودیارکی ګرځمه
خیرکه رقیبان راباندی وکړی ګزارونه
اټومي سترګې
ماته چی راګوری ته غصه کی په وړوسترګو
سم لکه ایټم باندی جاپان چی ولګی
باغ می دزړګی پری تازه کیږی داقسم کووم
ماباندی دیارښکلی زلفان چی ولګی
هله داشنا دجدایی راته احساس وشی
اوښکی می دسترګوپه ګریوان چی ولګی
ډیردی بی احساسه په عاشق چی څوک رشخن وهی
سم لکه یوداغ یی په ایمان چی ولګی
یارکه په تمکین باندی ستم بالاستم کوی
دالکه مرهم په زخم وران چی ولګی
محبت
دمحبت په معاملوباندي چي نه پوهيدي
ولي دي بيا دعشق پيچلي کاروبارکولو
چي دبيلتون ګرمولمبوته ټينګيدلاي نه شوي
په ځان دي ولي بيادادومره غټ اعتبار کولو
اوس په ژوندون کي سرخوړلي بروهلي ګرځه
چي په خزان دي تل ګمان دنوبهارکولو
اي زړه تباه شي ليوني شي سرګردانه شي ته
ډغري رادي کړي تاولي داسي کارکولو
په دي دنياکي وفانشته ښه خبر وي په دي
دي حقيقت نه دي په ويښه تل انکار کولو
عشق ظالمه فلسفه ده تمکين دابه ويل
خوتا په ځان باندي ګمان تل دهوښيارکولو
ستمګره لیلی
چي په خنداخندامي خواته راغله
ليلي مي بيادزړه دنيا ته راغله
څه په مکيزمکيزيي تګ کولو
دخپلي ميني زوړ اشنا ته راغله
جوړي احساس ورته دميني وشو
دخپل مجنون سره ويناته راغله
زما زړګي په رپيدوشو ګوري
ليلي مي وليده چي ماته راغله
ټول ستمونه يي زمانه هيرشو
دخپل عاشق زړي مسکاته راغله
تمکينه ورځي دي بدليږي ښکاري
چي ستمګره دي رِضاته راغله
حمد
ربه ستا دکوم نعمت به زه صفت کړم
ستا دکوم يوه الفت به زه صفت کړم
ته رازق يي هم مالک يي پاکه ربه
ستادکوم يوه عظمت به زه صفت کړم
ننه باسي شپه په ورځ اوورځ په شپه کي
ستادکوم يوه رحمت به زه صفت کړم
تا پيداکړلوانسان يوي نطفي نه
ستادکوم يوه خلقت به زه صفت کړم
ته واحد اولاشريک يي پاکه ربه
ستادکوم يوه صفت به زه صفت کړم
په مخلوق باندي ته ډيرزيات مهربان يي
ستا دکوم يوه محبت به زه َ ََصفت کړم
دقيامت دورځ قاضي اوهم امريي
ستادکوم يوه قضاوت به زه صفت کړم
چي اسمان دي دي بي ستنوودرولي
ستادکوم يوه قدرت به زه صفت کړم
دتمکين ژبه وړه اوستا شان لوي دي
ستا دکوم يوه شفقت به زه صفت کړم
Subscribe to:
Posts (Atom)